د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي برنامې «NHLP» لخوا سږ د هېواد سوېل لوېدیځې حوزې اړوند، په پنځو ولایتونو کې د بېلابېلو مېوو دوه زره او ۷۹ جریبه بڼونه جوړ شوي دي، چې د انارو، انګورو، بادامو، زردالو، شکرپاره، شفتالو، لیمو او عنابو ونې لري. د کرنې وزارت د یادې برنامې لخوا د دغو نويو بڼونو د نیالګیو د ښې ودې په پار، بڼوالو ته د تورو سرو د وېش لړۍ پیل کړې ده.
د کندهار د کرنې ریاست وایي چې په دې لړۍ کې د کندهار په ۱۱ ولسوالیو کې پر هغو بڼوالو توره سره وېشل کیږي، چې د کرنې ریاست له خوا دوی ته د مېوو نوي بڼونه جوړ شوي دي.
د یادو ولسوالیو بڼوال د کېمیاوي سرو له دې لړۍ هرکلی کوي او وايي، مسوول چارواکي باید دوی ته لازمې لارښوونې وکړې، څو یې د حاصلاتو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راشي.