ټاکل شوې چې راتلونکي بین الافغاني مذاکرات په یوه اروپايي هېواد کې ترسره شي. د رسنیو د راپورونو له مخې په مسکو او دوحه کې تر بین الافغاني ډیالوګ وروسته اوس په یوه اروپايي هېواد کې بین الافغاني مذاکرات پیلیږي. ټاکل شوې چې دغه مذاکرات په اګسټ میاشت کې ترسره شي او په هغه کې افغان سیاسیون، طالبان او افغان حکومت برخه اخلي. بل پلو د سولې عالي شورا چارواکي وايي، چې متحده ایالات او طالبان توافق ته نږدې شوي او ښايي بله ناسته په یوه اروپايي هېواد کې ترسره شي. په یوه اروپايي هېواد کې د بین الافغاني مذاکراتو د ترسره کېدو د احتمال خبر داسې مهال دی، چې له دې وړاندې ناروې او جرمني هېوادونو د بین الافغاني مذاکراتو د کنفرانس لپاره چمتووالی ښودلی دی.



































