په کابل کې د مصر سفیر چې تېره ورځ یې د مصر د ملي ورځې په مناسبت خبرې کولې ویلي، د افغانستان او مصر اړیکې تاریخي دي. نوموړي ویلي چې د سولې په پروسه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي او تل یې په بېلو برخو کې له افغانستان سره مرستې کړې دي. په دې غونډه کې د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس هم خبرې کړې دي. هغه ویلي چې د مصر او افغانستان ترمنځ اړیکې خورا ښې دي او د لا ښه کېدو لپاره به یې دواړه هېوادونه هڅه کوي.



































