د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د لیدنې پر مهال ویلي چې دوی پر سم لوري روان دي. دده په خبره ټول به د افغانستان د سولې په برخه کې د دوامداره پرمختګ شاهدان وي. هغه دغه راز ویلي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې، سولې او سوداګرۍ په برخه کې به په راتلونکو ورځو، اونیو او میاشتو کې دوامداره پرمختګ رامنځ ته کېږي. د پاکستان لومړی وزیر عمران خان امریکا ته تللی دی او په دې سفر کې یې د امریکا له مهمو چارواکو سره کتلي دي. مایک پمپیو وايي چې دوی له پاکستان سره په ګډه پر سم لوري روان دي او ګڼ پرمختګونه به رامنځ ته شي.



































