د پاکستان لومړي وزیر په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ کې په خپله وینا کې ویلي، پاکستان ته له ستنېدو وروسته به د افغان طالبانو له پلاوي سره ګوري او هڅه به کوي چې دا ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبر ته چمتو کړي. عمران خان ویلي، د نورو سیاست والو برعکس دی تل په دې باور و چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري او له همدې کبله ده د طالبانو ترمنځ هم محبوبیت درلود. هغه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل، د افغانستان ټول ګاونډیان په دې هېواد کې سوله نه غواړي، ځکه دوی خپلې موخې لري، خو امریکا، پاکستان او پخپله افغانستان درې واړه تر ټولو ډېر سولې ته لېواله دي. عمران خان داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې افغان سیاستوال ددوی د سولې پر نیت شک لري. یوه پخواني پاکستاني ديپلومات هم په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان غواړي خپلې موخې تعقیب کړي او ددغه هېواد استخباراتي اداره لا هم د طالبانو ملاتړې ده.



































