د اذربایجان دفاع وزارت په یوې خبرپاڼه کې افغانستان ته د خپلو نویو استول شویو سرتېرو شمېر نه دی یاد کړی، خو ویلي یې دي دا سرتېري به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دنده ترسره کوي. د اذربایجان د دفاع وزارت په وینا دا مهال په افغانستان کې د دې هېواد ۱۲۰ سرتېري حضور لري چې له دې ډلې دوه کسه یې ډاکټران دي. د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې دمګړی ۱۷ زره بهرني سرتېري ماموریت ترسره کوي. دوی تر ډېره د افغان پوځ د روزنې او ملاتړ دنده ترسره کوي او په ځینو عملیاتو کې له افغان پوځيانو سره همکاري لري.



































