د کابل پولیس وایي چې په ده سبز ولسوالۍ کې د تره خېلو په تنګي کې د بهرنیو ځواکونو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده. د کابل د ۱۰۱ اسمایي زون قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي، دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ اړوند تره خېلو سیمه کې د بهرنیانو پر موټر شوې ده. هغه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل خو په کابل کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت، په دغه سیمه کې پر خپلو ځواکونو د سړک غاړې ماین چاودنې پخلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چې څوک وژل شوي نه دي او د ټپیانو په اړه یې معلومات نه دي وکړي. د چاودنې پړه تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.



































