د بدخشان ولایت سیمه ییزو چارواکو تر شاوخوا یوې اوونۍ جګړې وروسته د کران و منجان ولسوالۍ د سقوط پخلی کړی دی. د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري ویلي چې دا ولسوالي تر یوې اوونۍ جګړې وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.هغه زیاته کړې چې اوسمهال یې له والسوالۍ سره اړیکه پرې شوې ده او معلومه نه ده چې په دغه ولسوالۍ کې څه حال روان دی. هغه که څه هم خپل لوري ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل خو زیاته کړې یې ده چې په دې ولسوالۍ کې تر شلو پورې وسله وال طالبان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. طالبانو بیا د یادې ولسوالۍ د نیولو ترڅنګ د ۳۷ افغان سرتېرو د تسلیمېدو ادعا کړې ده. په ورته وخت کې د ولایتي شورا غړي ویلي چې د دغې ولسوالۍ تر سقوط وروسته شاوخوا ۸۰ سیمه ییز پولیس هم له طالبانو سره یو ځای شوي دي.



































