خلک د کابل په پنځمه امنیتي حوزه کې د هدفي وژنو له ډېرېدو اندېښنه لري. یوازې په تېرو دوو میاشتو کې د کابل په پنځمه ناحیه کې ۱۵ کسان په هدفي توګه وژل شوي دي. د کابل د پنځمې ناحیې اوسېدونکي او قومي مشران وايي، د دغې سیمې امنیت تر هر بل وخت خراب شوی او دوی یې سخت اندېښمن کړي دي. دوی وايي، خلک په رڼا ورځ د خپلو کورو په مخ کې ترور کیږي، خو حکومت ددغو وژنو د مخنیوي لپاره هیڅ اقدام نه دی کړی. د ملي شورا غړي وایي، چې د کابل د پنځمې ناحیې امنیتي وضعیت د خرابوالي په تړاو یې امنیتي ادارو ته شکایتونه کړي او دې ستونزې ته د رسیده ګۍ ژمنې هم شوې، خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې. په ورته مهال د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند په پنځمه ناحیه کې د ځینو افرادو ترور تائیدوي خو وايي، چې په دغه سیمه کې د امنیت د ټینګښت لپاره امنیتي ځواکونه هم لاس په کار شوي دي.



































