عمران خان دې د افغانستان په اړه هغه ژمنې نه کوي چې بیا یې پوره نه شي کړی. د پاکستان د خلکو ګوند مشر بیلاول بوټو امریکا ته د عمران خان د سفر په اړه خبري کنفرانس کې خبرې کړې دي. هغه پر عمران خان ګڼې نیوکې کړې دي او وایي، عمران خان هغه هر څه ته د هو ځواب ویلی چې امریکا ترې غوښتي دي. دده په وینا د عمران خان ډېرې داسې ژمنې له امریکا سره شوې دي چې ښايي په پوره کولو کې یې پاتې راشي. نوموړي د افغانستان په اړه ویلي چې عمران خان به ددغه هېواد په اړه له امریکا سره کړې ژمنې پوره نه شي کړی. بېلاول بوټو په امریکا کې د عمران خان پر ویناوو هم نیوکې کړې او وايي تر ډېره یې ویناوې پر داخلي کشمکشونو او دده د مخالفانو په ځپلو متمرکزې وې.



































