په کابل ښار کې درې پر له پسې چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت الله رحیمي وایي چې لومړی نن سهار شاوخوا اته بجې موټر سایکل سپاره ځانمرګي بریدګر د کانونو وزارت د ملکي مامورینو موټر په نښه کړی او په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته یې چاودنه ورکړې ده. دده په خبره په سیمه کې څو شېبې وروسته دویمه چاودنه هم شوې ده، چې لس کسه یې ټپیان کړي او پنځه نور پکې وژل شوي دي. رحیمي دغه راز وايي چې د نهمې امنیتي حوزې اړوند دسپیچري سیمه کې هم موټربم برید شوی دی او تلفات یې اړولي دي. دده په خبره په درېواړو پېښو کې ۷ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي. رحیمي دغه راز وايي چې دا شمېره نهايي نه ده او ښايي تغیرات پکې راشي.



































