د امریکايي پوځ عمومي قومندان جنرال جوزف ډانفورډ افغانستان ته راغلی او دلته یې له خپلو ديپلوماتیکو او نظامي چارواکو سره کتلي دي. د امریکا ددفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جوزف ډانفورډ به په افغانستان کې اوسنی وضعیت له نږدې ارزوي او خپلو پوځيانو ته به اړینې لارښونې کوي. بل پلو رسنۍ وايي ډانفورډ په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو ته ویلي چې ددوی نظامي ماموریت نه دی بدل شوی. د ډنفورډ په خبره د سولې خبرې روانې دي، خو امریکايي نظامي ماوریت په افغانستان کې نه دی بدل شوی او لا هم د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد ددوی جګړه روانه ده. د ډنفورډ په خبره د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به د افغان ځواکونو ملاتړ او روزنې ته هم ادامه ورکوي. هغه په کابل کې د امریکا له سفیر او همدا راز د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره هم کتلي دي.



































