په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهيل شاهین ویلي، که دوی ته د پاکستان له لوري رسمي بلنه ورکړل شي، دغه هېواد ته به سفر وکړي. هغه زیاته کړې چې د سیمې له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي نو د سیمې د نورو هېوادونو په څېر پاکستان ته هم سفر کوي. شاهین هغه تورونه هم رد کړي چې ګواکي دوی په پاکستان کې د روزنې مرکزونه لري او پاکستان یې ملاتړ کوي. خو پاکستان لا هم تورن دی چې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او ددغه هېواد استخباراتي اداره یا ای ایس ای طالبانو ته هر ډول امکانات برابروي. طالب ویاند بیا دغه ډول څرګندونې ددوی د بدنامولو هڅه بولي.



































