ننګرهار کې د سړک غاړې ماین چاودنې یوولسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د راپورونو له مخې د ننګرهار په خوګیاڼو کې یو پیکپ ډوله موټر د سړک غاړې ته پر ځای پر ځای شوي ماین وربرابر شوی دی. په پېښه کې هغه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي چې د واده په یوه خوښۍ کې د ګډون په موخه روان وو. په پېښه کې شپږ مېرمنې او یو ماشوم وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون څلور کسه نور ټپیان دي. د ننګرهار ځایي چارواکو هم دغه پېښه تایید کړې ده. د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل ویلي چې دا د امن او سولې دښمنانو کار دی او ددغه پېښې په اړه به لا ډېرې پلټنې کوي.



































