د افغان سولې په تړاو د مکررو بین الافغاني ناستو وروسته اوس په دې کار روان دی، چې د طالبانو، حکومت او افغان سیاستوالو تر منځ په یوه اروپايي هېواد کې مخامخ مذاکرات ترسره شي. د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد دا مهال په کابل کې دی او له افغان چارواکو طالبانو او سیاسي مشرانو سره د اګست په میاشت کې کېدونکو بین الافغاني مذاکراتو لپاره سلا مشورې کوي. خلیلزاد پر خپل ټویټر لیکلي، چې ولسمشر غني او نورو حکومتي چارواکو سره یې مهم مجلسونه درلودل او د یوه جامع او موثر مرکچي پلاوي پر جوړولو یې خبرې کړې دي. په ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدي وايي چې ډیر ژر به د سولې راتلونکې خبرې د ښکېلو خواوو ترمنځ پيل شي خو د وخت او ځای په اړه یې څه نه وايي. که څه هم له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره شرایط اماده ښکاري خو طالبانو ته نږدې سرچینې وايي، چې امریکا سره د سولې توافق د لاسلیک او د بهرنیو ځواکونو مهالوېش اعلان وړاندې یاده ډله له افغان حکومت سره رسمي مذاکراتو ته نه حاضریږي.



































