پېښو ته د رسېدو د چارو وزارت له چین سره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت د افغانستان د طبیعي پېښو زیانمونو ته د غیر خوراکي توکو د مرستې هوکړه لیک لاسلیک کړ. پېښو ته د رسېدو د چارو وزیر نجیب اقا فهیم د دغه هوکړه لیک د لاسلیک ترڅنګ وویل، د دغو مرستو ټولیز ارزښت لس میلیون امریکايي ډالر دی چې ۱۱ زره خېمې، ۱۱ زره ترپالونه، ۶۰ زره کمپلې او د پخلنځي نور وسایل په کې شامل دي. هغه زیاته کړه، دغه مرستې به وزارت له خوا تسليمېدو وروسته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د طبیعي پېښو زیانمنو ته ووېشل شي. په دې مراسمو کې د چین سفیر لیو جین سونګ وویل، افغانستان تېر کال له سختو وچکالیو سره مخ وو چې د دغه هېواد په ۱۶ ولایتونو کې یې د زرګونو کسانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی و. هغه زیاته کړه، افغانستان چې هرکله بیړنیو مرستو ته اړتیا پیدا کړې، چین له شک پرته ډېر ژر له افغانستان سره مرسته کړې ده.





























