د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو له ولسمشر غني سره په ټيلفوني خبرو کې ټينګار کړی چې اوس هغه وخت رارسيدلی چې د خبرو له لارې د افغان جګړې د پای ته رسېدو هڅې چټکې شي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه په يوه خپره شوې اعلاميه کې راغلې چې د چهارشنبې په ورځ مایک پامپيو او ولسمشر غني په ټيلفوني خبرو کې هوکړه وکړه تر څو د سولې روانې هڅې چټکې شي. نوموړي ویلي، چې د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی قوماندان جنرال ډانفورډ او ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یې د همدې لپاره کابل ته لیږلي ، چې د سولې په اړه د راتلونکو پړاوونو په اړه له نږدې خبرې اترې وکړي. همدا راز پمپیو ولسمشرغني ته ډاډ ورکړی چې د جنوبي اسيا لپاره د امريکا په ستراتيژۍ کې هېڅ ډول تغير نه دی راغلی او له افغانستان څخه د امريکایي سرتېرو وتل به هم شرايطو ته په کتو تر سره شي.





























