د ولسمشرۍ انتخاباتو کانديد او د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، چې د بهرنیو ځواکونو په شتون کې جګړه پای ته نه رسیږي. نوموړي چې نن په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، په اسلامي هېوادونو کې چې اوس کوم جنګونه روان دي په دې ټولو کې د امریکا لاس دی. حکمتیار وویل که ټرمپ دومره زورور وي له پوتین سره دې خپل زور و ازمايي نه له مظلوم افغان ولس سره. نوموړي وویل د افغانستان ۴۰ کلن جنګ امریکا پر موږ تپلی دی. ده وویل افغانان هېڅ ډول خپلواکي نه لري او افغانستان په بشپړه توګه اشغال شوی دی.





























