د ملي دفاع سرپرست وزير اسدالله خالد په كابل كې د بريتانيا له سفيرې اليسن بليک او د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا له ځانګړي استازي ګرېټ بيلي سره وکتل. د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه كې د افغانستان پر امنيتي حالت، له افغان امنيتي ځواکونو سره د بريتانيا پر مرستو او همکاريو، د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا او د ترهګرۍ په وړاندې پر مبارزې خبرې شوي. اسدالله خالد له افغانستان سره د بريتانيا له مرستو په مننې سره ویلي، چې د دغه هېواد مرستې په امنيتي برخه کې ټولو ته څرګندې دي او دوى غواړي دا مرستې په همدې ډول دوام ولري. بلخوا په كابل كې د بريتانيا سفيرې او د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا ځانګړي استازي له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو او همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.





























