ټاکل شوې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ټاکنیز کمپاینونه د راتلونکې یکشنبې په ورځ پیل شي چې دوې میاشتې به دوام وکړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو کاندیدانو څخه غواړي چې د خپلو کمپاینونو پرمهال د ټاکنیز کمپاین اصول مراعت او له سرغړونو څخه ډډه وکړي. د ټاکنیزو کمېسیونونو مسؤلین وايي، کاندیدان باید د کمپاین پرمهال د یو بل له تخریب، ګډوډۍ، په پوځي ځایونو کې له کمپاین، د بهرنیو مرستو له تر لاسه کولو او دولتي امکاناتو له کارولو څخه په کلکه ډډه وکړي. ټولو قوانیينو او مقرارتو ته درناوی، نورو کاندیدانو ته درناوی، په برابره توګه رسنیو ته لاسرسی، د کمپاین مودې رعایتول، د مالي راپور وړاندې کول او داسې نور هغه څه دي، چې د ټاکنیزو کمېسیونو په وینا کاندیدان یې باید د کمپاین په موده کې مراعات کړي. د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال میرزا محمد حقپرست وویل، امنیتي ارګانونو د یادو ټاکنیزو کمپاینونو د امنیت په اړه پوره ډاډ ورکړی دی. حقپرست وايي، هر کاندید کولای شي د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال ۴۴۱ میلیونه افغانۍ مصرف کړي.





























