د غزني چارواکي وايي، د دې ولايت په مرکز کې د وسله والو کسانو له خوا يو قومي مشر ووژل شو او د ملي راډيو تلوېزيون کامره مين ټپي شو. د غزني د والي وياند محمدعارف نوري، وويل چې دغه پېښه د غزني ښار د لومړۍ حوزې له برېښنا رياست سره نن ماسپښين شوې ده. ده زياته کړه، وسله والو کسانو د بې غږه تومانچې په وسيله قومي مشر معلم رازق وژلى او ورسره ناست د غزني د ملي راډيو تلوېزيون کامره مين احمدشاه احمدي ټپي شوى دى. د هغه په وينا، تر پېښې وروسته وسله وال تښتېدلي دي. په دې وروستيو کې په غزني ښار کې ورته پېښې زيات شوي چې خلک يې اندېښمن کړي دي.



































