د بغلان ولایت قومي مشرانو او ځایي اوسېدونکو د جګړې له ښکېلو لورو غوښتنه وکړه چې د افغان سولې لپاره دې د بهرنیو ادرسونو پرځای په افغانستان کې بین الافغاني مذاکرات پیل کړي. د دې ولایت اوسېدونکي وایي، د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي او اړتیا ده چې د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره خپله افغانان لاس په کار شي. هغوی له طالبانو او افغان حکومت غوښتنه وکړه چې جګړه ودروي او خپلې غوښتنې د مذاکراتو له لارې مطرح کړي. قومي مشران وایي، د سولې په برخه کې پر بهرنیانو اتکا کول تیروتنه ده، ځکه په وینایې بهرني هیوادونه د افغانستان پرځای د خپلو ګټو په فکر کې دي. دوی وایي، تر هغو چې خپله افغانان خپل منځي خبرې ونه کړي، روانه جګړه پای ته نشي رسېدای.



































