زابل چې د هېواد له نا امنه او لرې پرتو ولایتونو څخه بلل کیږي په دې وروستیو کې یې د قومي مشرانو په هڅو ټول تړل شوي ښونځي بېرته خلاص شوي، خو اوسېدونکي یې وایي حکومت د ښوونکو معاش نه ورکوي. د دې ولایت قومي مشران وایي، هغه سیمې چې زده کونکي یې د جګړې له ویرې ښوونځي ته نشو تلای ښوونځي یې خلاص شوي، خو اوس مهال حکومت ورسره مرسته نه کوي. دوی وایي، له تېرو لسو میاشتو راپدېخوا د ښوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي. ولایتي شورا وایي، اوسمهال چې د ازموینو وخت دی که د ښوونکو د معاشونو ستونزه حل نشي، ښایي ښوونکي له دې وروسته زړه ښه نه کړي چې د تدریس چارو ته دوام ورکړي. هغوی خبرداری ورکړ چې که حکومت یې ستونزه حل نه کړي، نو د اغتراض په ډول به په دې ولایت کې ټول ښوونځي وتړي. د زابل د پوهنې ریاست هم دغه ستونزه مني او وایي دغه موضوع یې له اړوندو چارواکو سره شریکه کړې، خو وایي د حل لپاره یې اقدام نه دی شوی.



































