یوشمېر پخواني امریکایي چارواکي له طالبانو سره د سولې له هوکړې وروسته د شته ګواښونو په تړاو خبرداری ورکوي. د امریکا د استخباراتي ادارې پخوانی مرستیال، د امریکا او طالبانو ترمنځ روان مذاکرات له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لوبه بولي او په باور یې امریکا د خپلو ځواکونو د وتلو لپاره د لارې موندلو په هڅه کې ده. مایک مورل وایي، اوسمهال وسله وال طالبان د افغانستان په لویه برخه کنټرول لري او طالبان د امريکايي چارواکو د فکر خلاف ستومانه نه، بلکې د ټول افغانستان د ادارې په فکر کې دي. په ورته مهال په افغانستان کې د امریکا د سفیر پخواني مرستیال خبرداری ورکړی چې که د سولې په برخه کې قوي ضمانتونه رامنځ ته نشي، ښایي افغان جګړه نوي پړاو ته داخله شي. ایرل انتوني چې د افغان سولې په تړاو یې د امریکایي تحلیلګرانو یوې ناستې ته خبرې کولې وویل په افغانستان کې باید له سولې وروسته شته ننګونو ته په پام ګام پورته شي.



































