د برېکس غړو هېوادونو د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړی دی. ددغه بنسټ د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په برازیل کې غونډه کړې ده. دوی په افغانستان کې د سولې له ملي او نړیوالو هڅو ملاتړ کړی دی او ټینګار یې کړی چې دوی د یوه با ثباته، سوله ییز، ښه اقتصاد لرونکي او پرمختللي افغانستان غوښتونکي دي. دوی همدا راز په افغانستان کې پر اوسني روان امنیتي وضعیت سخته اندېښنه ښودلې ده او په خبره یې په دغه هېواد کې پر نظامیانو او ملکي وګړو وروستي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي. ددغه نړیوال سازمان غړو هېوادونو ویلي هیله لري چې د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې پر خپل وخت ترسره شي او په افغانستان کې ددایمي سولې او ثبات سبب شي. برازیل، چین، روسیه او هند ددغه سازمان مهم غړي دي. دوی هر کال د نړیوالو مسایلو په اړه غونډه کوي او پر خپلو ګډو پلانونو بحثونه لري.



































