طالبانو ویلي، ښارونو کې یې پر دولتي هدفونو بریدونه د دې لپاره بیا زیات کړي چې د دوی په ټکو، په کلیوالو سیمو کې د حکومت پلوه ځواکونو بریدونه زیات شوي دي. د افغانستان دفاع وزارت چارواکي بیا وايي، دوی پر وسله والو طالبانو بریدونه ډېر کړي او په خبره یې، تر هغو به دا بریدونه دوام کوي چې طالبان سولې ته چمتو شي. افغانستان کې د سولې هڅو له ګړندي کېدو سره د تاوتریخوالي او چاودنو څپو هم زور اخیستی او د جګړې ښکېل لوري مقابل لوري ته د ملامتۍ ګوته نیسي. د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د کال له لومړیو افغان ځواکونو او ملاتړو بهرنیانو یې له دې ډلې د سیمو د ولکه کولو لپاره ډول ډول پلانونه پیل کړي، ځکه دوی هم ستراتيژي بدله کړه. د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی مني چې پر طالبانو د افغان حکومت بریدونه ډېر شوي دي. دده په وینا څومره چې طالبان برېدونه ډېروي، پر هغوی به د افغان ځواکونو حملې هم ډېرېږي. په دې وروستیو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د دواړو لورو لخوا جګړې شدیدې شوې دي چې له امله یې خلکو ته سختې اندېښنې را ولاړې شوې دي. له دې سره هممهاله د ملکي وګړو مرګ ژوبله هم خورا لوړه شوې ده.



































