د ملګرو ملتوو امنیت شورا په افغانستان کې پر روان وضعیت خبرې کړې دي. ددغه شورا غړو په افغانستان کې وروستي ځانمرګي بریدونه او تاوتریخوالی په کلکو ټکو غندلی او دلته د روان امنیتي حالت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده. ددغه شورا غړو ویلي چې په افغانستان کې روانه جګړه له سیاسي لارو د حل وړ ده، خو د سولې له خبرو سره هممهاله د جګړې شدت د ملکي وګړو ژوند تریخ کړی دی. د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ کړی چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي او د بشري حقونو ټولو قوانینو ته درناوی ولري. امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي وګړو زیاتېدونکې مرګ ژوبله همد د جدي اندېښنې وړ بللې ده او ژر تر ژره یې په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې.



































