د ډیلي ټایمز په نامه پاکستانۍ ورځپاڼه وایي، تورخم کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اضافي ګمرکي مامورین لېږل شوي دي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، لومړي وزیر عمران خان امر کړی دی چې دا بندر باید د څلورویشت ساعتونو لپاره پرانیستی وي. د سرچینې په خبره دا کسان ځکه دې بندر ته لېږل شوي دي چې ورسره د بار کتنې چاره ګړندۍ شي او سوداګر د ډېر وخت لپاره منتظر پاتې نه شي. راپور وړاندې کاږي له دې وروسته به په تورخم دروازه کې ګمرکي چارې په درې شفتونو کې د شپې او ورځې لخوا ترسره کېږي. دا په داسې حال کې ده چې وړاندې تر دې په وار وار دا دروازه د پاکستاني حکومت لخوا د سوداګرو پر مخ تړل شوې چې ورسره یې دواړو لوریو ته سوداګر زیانمن شوي دي.