وسله والو طالبانو د غزني پر آب بند ولسوالۍ ځانمرګی برید کړی دی. د غزني ولایت ځايي چارواکي وایي چې نن سهار ځانمرګي بریدګر خپل ټونس ډوله موټر د ولسوالۍ پر مرکز جنګولی او چاودنه یې ورکړې ده. د آب بند ولسوال جمعه خان تره کی وایي، چې نن سهار دغه پېښه رامنځ ته شوې ده او څلور پولیس پکې وژل شوي دي. دده په خبره په پېښه کې ۱۷ کسه نور ټپيان شوي هم دي. تره کي وویل، چې چاودنه خورا درنه وه او د ولسوالۍ مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی دی. وسله والو طالبانو ددغه برید مسوولیت منلی دی.



































