نن په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ټاکنیز کمپاین په رسمي توګه پیلېږي. د ولسمشریزو ټاکنو لپاره شته نوماندان به کمپاینونه کوي او دا به تر دوو میاشتو پورې روان وي. بل پلو پر ټاکنو څارونکي بنسټونه بیا له دې اندېښنه لري چې ښایي راتلونکې ټاکنې له بحران سره مخ شي. دوی وايي چې که حکومت د ټاکنو لپاره سیاسي اراده ونه لري او په ټاکنو کې مداخله وکړي، نو ښایي ټاکنې له بحران سره مخ شي او په هېواد کې د یوه نوي ناورین سبب شي.
د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنیزو کمپاینونو تر پیل یوه ورځ مخکې پر ټاکنو څارونکي بنسټونه په ټاکنو کې د حکومت مداخلو په تړاو خبرداری ورکوي.
د افغانستان د ازاد څار بنسټ او د ټاکنو روڼتیا څار موسسې په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې ویلي، که د ولسمشریزو ټاکنو لپاره سیاسي اراده موجوده نه وي، حکومت پکې مداخله وکړي او د کمېسیون پلانونه په سمه توګه تطبیق نه شي، ټاکنې به د بحران پر لور ولاړې شي. د افغانستان د ازاد څار بنسټ رییس مبین الله ایماق وايي: ((که سیاسي اراده موجوده نه وي. د بودجې د تامین په برخه کې کاغذپراني موجوده وي، حکومت په ټاکنو کې مداخله وکړي، ټاکنیز کمېسیونونه خپل پلانونه عملي نه شي کړی، نو دا د همغږۍ کمزورتیا به ټاکنې له بحران سره مخ کړي)).
ایماق دا هم وویل چې له ستونزو سره سره، دوی او خلک دې ته هیله من دي چې ټاکنې به په خپل وخت تر سره شي، خو د ټاکنیزو کمېسیونونو سم او پر ځای اقدامات او پاملرنې به د دې سبب شي چې په هېواد کې شفافې او له ستونزو پاکې ټاکنې تر سره شي.
پر انتخاباتو دغه څارونکي بنسټونه وايي چې د ټاکنو کمېسیون له خلکو سره د تقویتي نوملیکنې ارقام په مفصله توګه نه دي شریک کړي او اندېښنه ښيي که دا ارقام شریک نه شي، ټاکنې به له بن بست سره مخ شي. دوی له کمېسیون څخه په جدي توګه غواړي، چې د تقویتي نوملیکنې بشپړ او مفصل ارقام وړاندې کړي. د ټاکنو د روڼتیا څار موسسې غړی حبیب الله شینواری وايي: ((کله چې تقویتي نوملیکنه وشوه، نو کمېسیون دې لطفاً ارقام په دقیقه توګه شریک کړي. تاسې که د ټاکنو کمېسیون وېبپاڼې ته مراجعه وکړی، نو دغه ارقام د ولایاتو او مراکزو په تفکیک باندې نه دي نشر شوي. دا پخپله شفافیت تر پوښتنې لاندې راولي)).
دغه بنسټونه وايي، دوی اندېښمن دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون امار او ارقام په سمه توګه نه شریکوي. د دوی په خبره، که دغه ارقام په سمه توګه له خلکو سره شریک نه شي، نو راتلونکې ټاکنې به تر پخوانیو هغو هم له ستونزو ډکې وي. ایماق وايي: ((موږ د ارقامو له نه شریکولو اندېښنه لرو. دا پخپله پروسه تر سوال لاندې راولي او راتلونکې ټاکنې به تر تېرو هم له ډېرو ستونزو سره مخ کړي)).
پر ټاکنو څارونکي بنسټونه داسې مهال دغه ډول څرګندونې کوي، چې نن په ټول هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ټاکنیز کمپاین پیل شو. د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، دوی د ټاکنیز کمپاین لپاره نوماندانو ته ځانګړې تګلاره جوړه کړې ده او دوی مکلف دي چې هغه د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال مراعات کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون له نوماندانو غواړي چې د ټاکنیز کمپاین پر مهال د افغانستان ټولو قوانینو ته درناوی وکړي، له دولتي امکاناتو کار وا نه خلي، نورو نوماندانو ته درناوی ولري او په هېواد کې روان وضعیت ته په کتو خپل کمپاینونه او غونډې تنظیم کړي.
امنیتي ادارو هم بیا تیاری ښودلی چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې د امنیت تامین ته تیار دي او نوماندان کولی شي خپلې غونډې او کنفرانسونه جوړ کړي.



































