په خوست کې د ۲۴۷ پروژو چارې پيل او د ۱۴۵ ميليونو افغانیو په لګښت پنځه لوی پلونه له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
په دغو مراسمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په چوکاټ کې، د ۵۹۸ ميلیونو افغانیو په لګښت د ۲۴۷ پروژو چارې پیل او ۴۵ نورې پروژې چې پرې ۲۲۴ ميلیونه افغانۍ لګښت شوی، ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یاد ولايت مقام وايي چې دغه راز د سړکونو د څارنې او ساتنې ریاست په چوکاټ کې د ۱۴۵ ميلیونو افغانیو په لګښت پنځه لوی پلونه هم چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې جوړ شوي دي، ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د چارواکو په خبره، د دغو پلونو په جوړېدو سره به تر ډېره د خلکو ستونزې راکمې شي.