افغان حکومت وايي، تر دوو راتلونکو اونیو پورې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته چمتووالی روان دی. د سولې چارو لپاره د دولت وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د دې لپاره د ۱۵ کسیز پلاوي د نومونو پر نهايي کولو غور کوي. اعلامیه کې ویل شوي، په دغه پلاوي کې به د قطر وروستیو خبرو کې د ګډون کوونکو تر څنګ متخصص او مسلکي کسان هم شامل وي. د چارواکو په وینا راتلونکو دوو اونیو کې به د پلاوي سفر او خبرو د پیل لپاره چمتووالی وشي. د سولې چارو لپاره د افغانستان دولت وزیر عبدالسلام رحیمي وايي، په یوه اروپايي هېواد کې به دا خبرې کېږي. اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د سولې چارو کې د دولت وزارت د مخامخ خبرو له پيله مخکې د تاوتریخوالي کموالي هیله کوي.



































