یو شمېر څارونکي بنسټونه د راتلونکو ټاکنو له بحراني کېدو اندېښنه لري. د افغانستان د ازاد څار بنسټ او د ټاکنو روڼتیا څار موسسه وايي، که ولسمشریزو ټاکنو لپاره سیاسي اراده موجوده نه وي او حکومت پکې مداخلې وکړي ټاکنې به د بحران پر لور ولاړې شي. پر ټاکنو څارونکې ادارې همدا راز په ټاکنو کې د حکومت مداخلو په تړاو خبرداری ورکوي. د افغانستان د ازاد څار بنسټ او د ټاکنو روڼتیا څار موسسه په یو ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې وايي، که ولسمشریزو ټاکنو لپاره سیاسي اراده موجوده نه وي، حکومت پکې مداخله وکړي او د کمیسیون پلانونه په سمه توګه تطبیق نه شي ټاکنې به د بحران په لور ولاړې شي. پر انتخاباتو دغه څارونکي بنسټونه وايي، چې د ټاکنو کمیسیون له خلکو سره د تقویتي نوملیکنې ارقام په مفصله توګه نه دي شریک کړي او اندېښنه ښيي که دا ارقام شریک نه شي ټاکنې به له بنبست سره مخ شي. دوی له کمیسیون څخه په جدي توګه غواړي، چې د تقویتي نوملیکنې بشپړ او مفصل ارقام وړاندې کړي.



































