د راپورونو له مخې نن سهار وختي د غزني ولایت د اب بند ولسوالۍ په سرفراز کلا سیمه کې وسله والو طالبانو د پولیسو پر یوه مرکز موټربم چاودنه کړې ده. د یادې ولسوالۍ ولسوال جمعه خان تره کي ویلي دغه برید نن سهار څلور بجې شوی چې څلور تنه پولیس یې وژلي او دوه نور ټپیان دي. پرون هم د دغې ولسوالۍ پر مرکز د یوه ټونس موټر په واسطه ځانمرګی برید شوی و چې شلو تنو پولیسو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه. وسله وال طالبان وايي، دغه برید دوی کړی او په برید کې د لسګونو پولیسو او پاڅونوالو د وژل کېدو ادعا کوي. د غزني د ولایتي شورا غړي په غزني کې د امنیتی وضعیت د خرابېدو له امله حکومت پړ او بې غوره ګڼي.



































