طالبان وايي دوی له حکومت سره نه بلکې له افغان سیاسیونو سره خبرې کوي. د وسله والو طالبانو یوه ویاند وروسته له دې دغه څرګندونې کړې دي چې افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پيلېدو خبر ورکړ. ذبیح الله مجاهد په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، راتلونکې خبرې له افغان سیاسیونو سره کېږي او په دې خبرو کې به راغلي کسان د افغان حکومت استازیتوب نه بلکې د سیاسیونو په توګه په بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون کوي. نوموړي دا هم ویلي چې دغه مذاکرات به تر هغه وروسته پيلېږي چې لومړی د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان شي. تېره ورځ د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر وویل، چې په راتلونکو دوو اونیو کې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې د یوه اروپايي هېواد په پلازمینه کې ترسره شي.



































