د غزني ولایت سیمه ییز چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د ماین چاودنې له امله شپږ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د غزني ولایت مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د یاد ولایت د درییمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده چې له امله یې درې ملکي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان دي. خبرپاڼه زیاتوي، ماین د کابل- کندهار لویې لارې پر سر په یو ګلدان کې د مالګې جوړولو یو دوکان ته مخامخ ځای پر ځای شوی و. حکومت د پېښې پړه پر طالبانو اچولې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



































