امریکایي ورځپاڼې نیویارک ټایمز د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه د افغان حکومت، طالبانو او خلیلزاد څرګندونو ته په اشارې یو مطلب خپور کړی دی. مطلب کې راغلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو ناڅرګندتیا به د سولې بهیر پېچلی کړي. ورځپاڼه کاږي، افغان حکومت له طالبانو سره د مخامخ خبرو اعلانمخکې له وخته کړی دی ځکه په دې تړاو د طالبانو دریځ روښانه و او هغه دا چې دوی پخوا لا ویلي چې تر هغو پورې له افغان لوري سره خبرې نه کوي څو چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه یوه هوکړه نه وي شوې. د ورځپاڼې له مخې، تمه ده امريکا او طالبان د امريکايي ځواکونو د وتلو لپاره پر يوه مهال وېش سره سلا شي او دوى ښايي هوکړه وکړي چې امريکايي ځواکونه له دوو کلونو په کمه موده کې ووځي خو دې سره به شرطونه تړلي وي.



































