تاجکستان په دې هېواد کې په بیلابیلو جرمونو تورن ۸۰ تنه افغان زندانیان د افغانستان حکومت ته سپارلي دي. په تاجکستان کې د افغانستان د سفارت مستشار سید معصوم بدخش ویلي، نن د دواړو لوریو د پلاوو په حضور کې ۸۰ تنه بندیان افغانستان ته ولېږدول شول. هغه چې د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه یې شیرخان بندر کې رسنیو ته خبرې کولې وویل، دا ۸۰ کسان د بیلابیلو جرمونو په تور نیول شوي وو. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ یو بل ته د بندیانو د سپارلو هوکړه د تاجکستان د ولسمشر امام علي رحمان او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په لیدنه کې شوې وه.



































