د ننګرهار ولايت کروندګر خوښ دي چې سږ کال يې د پيازو کروندو ښه حاصل ورکړی او بازار يې هم تر نورو کلونو ښه دی.
د ننګرهار رودات ولسوالي يوه له هغو ولسواليو ده چې پيازو يې تر نورو ډېر او ښه بازار درلود او کروندګرو ته يې ښه ګټه په لاس ورغلې ده.
د یادې ولسوالۍ کروندګر که څه هم له بازاره خوښ دي، خو وايي، د سړو خونو د نشتوالي له امله د پيازو ډېره برخه یې پاکستان ته لېږدول شوې ده.
هغوى غوښتنه کوي، که يې په سيمو کې سړې خونې ورته جوړې شي، نو سبزي به په کې د فصل په وخت زېرمه کېږي او په نورو وختونو کې به د بهرنيو حاصلاتو د واردېدو مخنیوی کوي.
د دغه ولایت د کرنې ریاست په خبره، د راټولو شویو پیازو زياته برخه يې د روداتو، چپرهار، ښيوې، سره رود او کامې ولسواليو کې کرل شوې وه.