د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي وایي دوی په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي خو په سیمه کې داسې عناصر، ډلې او ځینې کړۍ شته چې په دغه هېواد کې د سولې له راتګ سره مخالفت کوي. قریشي له رسنیو سره په خبرو کې ټینګار کړی چې دغه عناصر به ډېر ژر افشا کړي او د افغانستان د سولې په پروسه کې به پوره همکاري وکړي. پاکستان په دې وروستیو کې له امریکایانو د امتیاز اخیستلو په موخه د سولې په برخه کې د همکارۍ ټټر وهلی دی. خو لا هم افغان چارواکي، ځینې نړیوال شنونکي او پخواني امریکايي ديپلوماتان پاکستان په دوه مخیتوب او د امریکا په لوبولوتورنوي. دوی پر امریکا غږ کوي چې د پاکستان په ژمنو دې نه تېروځي او بلکې دغه هېواد دې مجبور کړي چې په افغان سوله کې رښتینې همکاري وکړي او د ترهګرۍ له ملاتړه لاس واخلي.



































