په افغانستان کې د جنګي جنایتونو نه څېړل د جرمونو نړیوالې محکمې باور ته زیان رسوي. د مرکزي اسیا د تحلیل او تحقیق مرکز په یوه مقاله کې لیکلي په افغانستان کې په تېره اتلس کلنه جګړه کې د بهرنیو ځواکونو، طالبانو او افغان ځواکونو له لوري د عامو افغانانو پر وړاندې جنګي جنایتونه شوي وو او د جرمونو نړیوالې محکمې ته په کار وه، چې له خپلو پرېکړو نه وی په شا شوې. سرچینه کاږي د جرمونو نړیوالې محکمې په ۲۰۱۷ز کال کې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو د څېړنو غوښتونکې شوه خو په ۲۰۱۹ز کال کې ښايي د امریکا د فشار له امله له خپلې پرېکړې په شا شوې وي. په مطلب کې راځي چې که دغه محکمه په افغانستان کې د افغانانو پر وړاندې شوي جنګي جنایتونه و نه څېړي، نو باور به یې زیانمن شي. سرچینه دا هم وايي چې د جرمونو نړیواله محکمه دې یوازې پر کمزورو هېوادونو خپلې پرېکړې نه مني بلکې د نړۍ قوي هېوادونو هم ستر بشري جنایتونه ترسره کړي چې باید وڅېړل شي.



































