د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې ښايي دغه عسکر له نورو امریکايي عسکرو سره په دوره يي توګه بدل کړل شي. دا د امریکا د ملي ګارد تر ټولو لوړ شمېر عسکر دي چې بل هېواد ته لېږل کېږي. دوی له میاشتو راهیسې په سختو شرایطو کې د فعالیت روزنه لیدلې ده او هیله لري چې وکړی شي په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستو کې همکاري وکړي. د امریکا د ملي ګارد مسوولین وايي، چې دغه کسان به د امریکايي ځواکونو او پوځي سلاکارانو امنیت تامینوي او د افغان ځواکونو په روزنه کې به برخه اخلي.



































