د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره ورځ ناوخته ځانمرګي بریدګر ،د امرالله صالح په مشرۍ روند سبز دفتر مخې ته موټربم چاودنه وکړه او تر هغه وروسته درېیو بریدګرو پر دغه دفتر وسله وال برید وکړ. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي، چې د ملي پولیسو د ۲۲۲ځانګړې قطعې ځواکونو په رسیدو سره سیمه کلابنده شوې او وروسته تر نښتې برید د درېیو بریدګرو په وژل کېدو پای ته رسېدلی دی. دده په وینا په پېښه کې ۲۰ کسه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي. کورنیو چارو وزارت دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی او په خبره یې په دې اړه به لا ډېرې پلټنې وکړي. د برید پر مهال د ولسمشر غني د ټاکنیز ټیم لومړی مرستیال امرالله صالح هم په سیمه کې و، خو هغه ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی.



































