د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازدیګر په افغانستان کې د چین ولسي جمهوریت له سفیر لیو جین سونګ سره د مخه ښې کتنه کړې ده. ولسمشر له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې د چین ولسي جمهوریت له همکاریو د مننې ترڅنګ، د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا او د اړیکو د ټینګښت په برخو کې د لیو جین سونګ د نه ستړي کېدونکو هڅو له امله هغه ته د غازي میر مسجدي خان دولتي مډال ورکړی. په افغانستان کې د چین سفیر د میر مسجدي خان دولتي مډال د ورکړې له امله د مننې تر څنګ ویلی، هېواد یې د افغانستان په مالکیت د سولې له پروسې ملاتړ کوي او د جګړې د پای ته رسېدو، د سولې او ثبات په تامین، اقتصادي ودې او بیارغونې په برخو کې یې د افغان حکومت هڅې ستایلې دي.



































