په کابل کې د امریکا سفیر جان باس د روند سبز پر دفتر د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندلی دی. نوموړي په ټويټ پیغام کې ویلي چې پر ټاکنیزو او کمپایني فعالیتونو بریدونه پر ولسواکۍ او د افغانانو پر حقوقو برید دی. دده په خبره امریکا او ملګري یې دغه ډول بریدونه غندي او په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي. جان باس دغه راز ویلي امریکا او نړیواله ټولنه په ګډه په افغانستان کې د شفافو ټاکنو په ترسره کېدو کې همکاري کوي. هغه هیله څرګنده کړې چې ژر تر ژره د افغانستان د سولې روانې هڅې مثبتې پایلې ولري او په افغانستان کې د ناوتریخوالي د کمېدو سبب شي.



































