د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر توماس پیترشیچک ویلي چې هېواد له افغانستان سره خپلو مرستو او هر اړخیزو همکاریو ته دوام ورکوي. له اجراییه ریاسته په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا څرګندونې د چک جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کې کړې دي. سرچینه کاږي، توماس زیاته کړې، هېواد یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره همکاریو ته چمتو دی. هغه ویلي، چک دغه راز په سوداګریزه برخه کې هم له افغانستان سره د همکاریو پراختیا ته لیواله دی. نوموړي زیاته کړې، هېواد یې به یې په هر اړخیزه توګه له افغانانو سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.



































