ایکسپریس ټربیون ورځپانې د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي چې دا هېواد به ډېر ژر طالبانو ته د اسلام اباد د سفر بلنه ورکړي او دې ته به یې چمتو کړي چې له افغان حکومت سره خبرې او اوربند وکړي. درې ورځې وړاندې طالبانو ویلي وو چې که پاکستان ورته بلنه ورکړي دوی چمتو دي یاد هېواد ته سفر وکړي. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واشنګټن ته د سفر پر مهال په یاد هېواد کې ویلي وو، دوی چمتو دي په افغان سوله کې د منځګړي رول ولوبوي او یاد هېواد به خپله ټوله هڅه وکړي څو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کېنوي او ټاکنو کې یې برخه اخیستو ته چمتو کړي. عمران خان دغه راز ویلي وو چې دوی تر دې وړاندې هم یو طالب پلاوی اسلام اباد ته ور غوښتی وو خو د افغان حکومت د اعتراض له امله یې دا لیدنه لغوه کړه. عمران خان زیاته کړې وه چې اوس یې له ټرمپ او ولسمشر غني سره په دې تړاو خبرې کړې دي او ژر به له یادې ډلې سره وګوري.



































