په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې وایي، د ملکي وګړو په نښه کول نه بښونکی عمل دی او روان تاوتریخوالی باید له سوله ییزو لارو پای ته ورسېږي. کې په کابل کې د زرغون بهیر په نامه دفتر باندې ډله ییز برید ته په اشارې ویلي، چې دا برید په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی. هغه زیاته کړې، که چېرته پرونی برید د طالبانو کار وي نو د دې ښکارندویي کوي چې دا ډله د سولې لپاره د افغانانو هیلو ته هیڅ درناوی نه لري، ځکه په وینا یې افغانان سوله غواړي او طالبان باید د دوی دې غوښتنې ته په احترام قایل شي. هغه زیاته کړې، دوی پر ټولو افغانانو غږ کوي چې د یو پیاوړي ټيم له لارې طالبانو سره خبرو ته کېني او روانې وینې بهېدنې ته له سوله ییزو لارو د پای ټکی کېږدي.



































