د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو ترمنځ کمپاین پیل شوی، خو د کمپاین په دویمه ورځ یو شمېر نوماندانو د ټاکنو د تحریم خبرداری ورکړی دی. د کمپاین په لومړۍ ورځ هم یو شمېر نوماندانو ویلي وو، چې ټول دولتي امکانات د دوو مشخصو نوماندانو په چوپړ کې دي او دوی له دې امکاناتو په استفادې ځان ته ټاکنیز کمپاین کوي. پرون په تازه اقدام کې د نوماندانو شورا ویلي، که تر محدودو ورځو پورې یې غوښتنې ونه منل شي، نو راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې تحریموي.
د ولسمشریزو ټاکنو دوولسو نوماندانو په یوه اعلامیه کې ویلي، چې په مرکز او ولایتونو کې د حاکم ټیم لپاره دولتي امکانات کارول کېږي، مقررۍ روانې دي او په یوه او بل نوم نوي اداري واحدونه جوړېږی، چې د دغو اقداماتو د نه بندېدو په صورت کې انتخابات تحریموي.
د ولسمشرۍ ټاکنو دغه نوماندان وایي، چې دوی په شفافه توګه د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدو په هدف حکومت ته مشخص پنځلس وړاندیزونه کړي، چې په هغه کې د حاکمو ټیمونو په ګټه د دولتي امکاناتو نه کارول، د مقرریو بندېدل، د نویو اداري واحدونو د تشکیلاتو لغوه کېدل او ځینې نور موارد شامل دي. اعلامیه زیاتوي: «په دولتي ادارو کې د تازه تشکیلاتي تغییراتو لغوه کېدل. د ولسمشر له لوري په دولتي ادارو کې د مقرریو بندېدل. د ټاکنیزو کمېسیونونو استقلالیت ته درناوی. په مرکز او ولایتونو کې د حاکم ټیم په ګټه د چارواکو د مداخلو بندېدل. د ملي ورځو په نوم د حاکم ټيم په ګټه له دولتي امکاناتو د استفادې مخنیوی. له ملي بودجې د ناوړه استفادې مخنیوی. هغه شرطونه دي چې تر پنجشنبې یې حکومت باید په اړه ځواب ووايي».
د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان خبرداری ورکوي، که یې تر راتلونکې پنجشنبې غوښتنې ونه منل شي، نو د ټاکنو د تحریم پرېکړه کوي. د ولسمشریزو ټاکنو نوماند شهاب حکیمي وایي: «دوی په نوماندانو په خلکو باندې ریشخند وهي. موږ له همدې امله پرېکړه وکړه چې که حکومت زموږ وړاندیزونه ونه منل، نو ټاکنې به تحریم کړو».
په ورته مهال د ولسي جرګې غړي بیا پر ولسمشر غني سختې نیوکې کوي، چې د کمپاینونو پرمهال له دولتي منابعو څخه کار اخلي. دوی وايي، د ټاکنیزو مبارزو په لومړۍ ورځ په ښکاره ډول ولسمشر غني له دولتي امکاناتو په ټاکنیزو سیالیو کې ګټه پورته کړه، چې مهمه بېلګه یې د لویې جرګې تالار کې د کمپایني غونډې جوړېدل دی. د ولسي جرګې غړی ضیاالدین ضیا وایي ((پرون په ښکاره توګه ولیدل شول، چې حاکم ټيم یا د ولسمشر غني ټیم له هر ډول دولتي امکاناتو د خپل کمپاین په ګټه کار اخلي. ټول نوماندان زموږ هېوادوال دي، باید د دوی په حق کې ظلم ونه شي. د ټولو حقوقو ته باید درناوی وشي».
له دې سره د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان وايي، چې سوله او ټاکنې ورته مهمې دي، خو ټینګار کوي چې تر ټاکنو مخکې سولې ته رسېدل به په شفافه او امنه فضا کې د راتلونکو د ټاکنو ترسره کېدو زمینه برابره کړي.
د نوماندانو شورا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د تحریم خبرداری داسې مهال ورکوي، چې ملي شورا هم پر ولسمشر غني د ټاکنو لپاره د غیر مسلکي کسانو پر ګومارنو نیوکه کوي، دغه راز نوموړی له دولتي امکاناتو د کمپاین په هدف استفاده کوي او پرانیستل شوې پروژې د خلکو د پاملرنې جلبولو لپاره بیا بیا پرانیزي.



































