د هلمند ولايت کروندګر وايي، له تېرو اورښتونو سره د هندواڼو او خټکيو پالېزونو ښه حاصلات ورکړي، خو زیاتوي چې مناسب بازار ورته نه لري.
د دغه ولايت د کرنې رياست مسوولين وايي، د هلمند په پنځه زره هکټاره ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي چې تر اوسه ترې ٥٢ زره ټنه د هنډواڼو او ٦٩ زره ټنه خټکي ټول شوي دي.
د دوى په خبره، دغه حاصلات د تېر کال په پرتله ٢٠ سلنه زياتوالی ښيي.
د هندواڼو او خټکيو يو سوداګر محمدګل وايي، که چېرې دلته ښه مارکېټ او سړې خونې واى، نو په هېواد کې دننه او له هېواده بهر نورو هېوادونو ته يې هم صادرول.
د هغه په خبره، د بازار د نشتوالي تر څنګ، پر لارو ولاړ پوليس او زورواکي هم ترې پيسې اخلي، چې له امله يې کاروبار خراب شوى دى.